د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۴:۴
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئیسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو پراختیایي پروژو  اړوند د بېلابېلو موضوعاتو لکه: په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو کموالي د ننګونې او د دغې ستونزې د هوارولو په موخه د اړینو حل لارو چارو، د مس عینک کان له قراردادي شرکت سره د نوموړي کان د را ایستلو د پروسې لپاره د اوبو د چمتوکولو، د کیله ګي او کوزې کوکچې بندونو د پرزنټیشنونو ارزولو او د څنډو د تحکیماتو پروژو تائيدي چې د اړوند ریاست له لوري یې نوی سروې او ډیزاین ترسره شوی، بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئیسانو د معلوماتو او راپورونو تر ارزولو وروسته، اړین تصمیمونه ونیول او اړوندو مسؤلیو ته یې د چارو د غوره ترسره کولو او چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu