د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر متخصصینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د سیلابونو د ننګونو مدیریت او په افغانستان کې د اوبو مدیریت د هر اړخیزې تګلارې د چوکاټ پرزنټیشنونه د متخصصینو له لوري وړاندې شول.
د اوبو محترم معین د نوموړو پرزنټیشنونو تر ارزونې وروسته، د ننګونو د هوارولو او په هېواد کې د اوبو مدیریت د غوره والي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.