د اوبو سرچینو پر مدیریت باندې د اقلیم د بدلونونو د اغېزو ملي مشورتي ورکشاپ پيل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۶:۸
1

دغه څلور ورځنی ورکشاپ چې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ او  د اوبو او انرژي وزارت په همکاري په لاره اچول شوی دی، پکې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کلیو پراختیا وزارت معین محترم مفتي سید احمد مستقیم، په افغانستان کې د یونسیف استازي محترم فران ایکویزا، د واش ( اوبو او روغتیا ساتنې) برنامې مسؤل محترم ډومینیک پورتیود،  د اوبو او انرژي وزارت رئيسانو او مسؤلینو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو او د پوهنتونونو استادانو ګډون درلود.

د یونسیف د اوبو او روغتیا ساتنې مسؤل ښاغلی ډومینیک د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د معلوماتو شریکول، د علمي- تخنیکي تجربو تبادله  او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او د اقلیم د بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د شونو حل لارو موندل وبلل او همدارنګه په افغانستان کې د یونسیف استازي ښاغلي فران هم دغه ورکشاپ د ګډو همکاریو په لار کې د همغږي لپاره ګټور او ارښتناک وباله.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده په هېواد کې د اوبو سکتور وضعیت ته په نغوتې(اشارې) سره وویل، په افغانستان کې د اوبو مدیریت هر اړخیزې همکاري ته اړتیا لري او له همدې کبله مونږ له ټولو ملي، نړیوالو او له هغو هېوادونو څخه چې د اقلیم د بدلونونو د اغېزو پر وړاندې یې مبارزه په بریاليتوب سره پای ته رسولې غوښتنه کوو چې د اوبیزو سرچینو په مدیریت کې له مونږ سره مرسته وکړي.

همدغه راز، د کلیو پراختیا وزارت معین د افغانستان په کلیو کې د اوبو د کمښت وضعیت کړکیچن وباله او په دې برخه کې یې له نړیوالو بنسټونو څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سمینار په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت او نورو بنسټونو تخنیکي مسؤلینو د اوبو سرچینو د وضعیت، ننګونو او شونو حل لارو په هکله بشپړ پرزنټیشنونه وړاندې کړل او همدارنګه د نوموړو موضوعاتو په اړه په ډله ایزه توګه د ګډونوالو ترمنځ بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu