د اوبو رسولو او اوبو لګولو د تنظیم ریاست نوی ټاکل شوی رئیس همکارانو ته ور وپېژندل شو
ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار د اوبو او انرژي وزارت د اوبو رسولو او اوبولګولو د رئيس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، مالي او اداري لوی رئيس ښاغلي حاجي محمدالدین نیازي، اوبو د تنظیم عمومي رئيس ښاغلي انجنیر عبدالغفور عمري او د وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.
په دې غونډه کې، مالي او اداري لوی رئيس ښاغلي نیازي د اسلامي نظام بریالیتوب د سترو الهي نعمتونو څخه یو نعمت یاد کړ او د هېواد د آبادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره رښتیني هڅې ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې اوسهمال د افغانستان شریفو خلکو ته د رښتیني خدمتونو وړاندې کول زمونږ د ټولو اړین مسؤلیت دی.
همدارنګه د غونډې په دوام کې، د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس ښاغلي عمري د اوبو چارو د تنظیم عمومي ریاست د کاري ساحې او د یاد ریاست د یو شمېر کړنو په هکله خبرې وکړي او د هېواد د آبادۍ په لاره کې یې په لا زیاتو هڅو باندې ټینګار وکړ.
په پای کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو لګولو او اوبو رسولو نوي رئيس ښاغلي عمار په ښه توګه د دې مسؤلیت پرمخ وړلو کې همکارانو ته ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د مسؤلیت د ترسره کولو په برخه کې به د خپلو ټولو هڅو څخه کار واخلي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند لري او تر دې مخکې یې د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.
