د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې نویو ټاکل شویو کار کوونکو لپاره د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې نویو ټاکل شویو کار کوونکو لپاره د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې نویو ټاکل شویو کار کوونکو لپاره د تشکیلاتي جوړښت، د ریاستونو موخې او دندو او د اجراتو ارزيابي بېژندنې په موخه د عامه پوهاوي ورکشاپ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست د ادارې پراختیا امریت لخوا جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کې چې درې ورځې به دوام وکړي؛ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې نویو ټاکل شویو کار کوونکو او د اوبو په برخه کې د نورو ادارو څخه دغې ادارې ته انتقال شوي کار کوونکو ګډون وکړ.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو رئیس سید داود فضلي د موخو، دندو او د ادارې تشکیلاتي جوړښت سره د کار کوونکو بلدتیا اړینه او د غوره مدیریت په برخه کې یې د کار کوونکو وړتیا لوړونه مهمه او ګټوره ياده کړه.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست لخوا ورته برنامې
په لاره اچول شوي او په راتلوونکي کې به د خپلو کار کوونکو د پوهې او عامه پوهاوي لوړولو په موخه نورې برنامې هم تر لاسه لاندې لري.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
