د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې دوه نوي ټاکل شوي رئیسان همکارانو ته ور وپېژندل شول

MEW-Media
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۵:۲۱
88

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د دغې ادارې دوه تنه رئيسان د ازادې سیالۍ ازموینې پروسې طی کولو وروسته او د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو پر اساس ټاکل شوي و، د یوې رسمي برنامې په ترڅ کې چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري او مرکزي رئيسانو ګډون درلود همکارانو ته ور وپېژندل شول.

په دغه ناسته کې انجنیر رفیع الله ستانکزی د اوبو برنامو د همغږۍ رئيس او انجنیر الله محمد سیرت د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس په توګه وپېژندل شول.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل نویو ټاکل شویو رئیسانو ته د مبارکۍ تر څنګ د هېواد اوبو مدیریت په برخه کې د اوبو برنامو د انسجام ریاست ته په اشاره وکړه او هغه یې د دغې ادارې یو له مهمو او کلیدي ریاستونو څخه یاد کړ.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس په دغې ناسته کې د اوبو برنامو د انسجام ریاست د پخواني رئيس انجنیر نجیب احمد شیرزاد له کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه او د IRDP پروژه چې د نړیوال بانک لخوا تمویل کېده په ښه توګه سرته رسول یې د ښاغلي شیرزاد لاسته راوړنه یاده کړه.

همدارنګه ښاغلي تکل د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې اړونده، په یاده حوزه کې د ظرفیت لوړونې اړتیا او د هېواد اوبو سکټور په برخه کې د هغې په ارزښت خبرې وکړې او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې نوي ټاکل شوي رئیس ته یې د بریا هیله وکړه.

په عین حال کې نویو ټاکل شویو رئيسانو د ازموینې پروسې له شفافیت څخه د خوښۍ تر څنګ د جمهوري ریاست مقام قدرداني وکړه او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري مقام سره یې ژمنه وکړه چې د خپلو مسؤلیتونو تر سره کولو کې به له خپلو تجربو او هڅو څخه استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده چې د اوبو برنانو د همغږۍ نوی رئيس انجنیر رفیع الله ستانکزی د لیسانس سند د هایدروتخنیک انجنیري په برخه کې او د ماسټرۍ دوه سندونه یې د اوبو سرچینو مدیریت او اداره او منجمنټ په برخو کې لري. هغه د کلو بیارغونې او پراختیا وزارت او د کرهڼې او مالدارۍ وزارت کې د اوبو سرچینو په برخه کې تر ۶ کالو زیاته کاري تجربه لري

همدارنګه د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې نوی رئيس انجنیر الله محمد سیرت د سیول انجنیري د هایدروتخنیک ساختماني برخه کې د لیسانس او ماسټري سندونه لري او د اوبو سکټور په برخه کې تر ۱۶ کالو زیاته کاري تجربه لري چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تر څنګ یې په ملي او نړیوالو مؤسیسو کې دنده تر سره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۳۵
Background image

غور ولایت کې د سیند د غاړي د تحکیماتي  پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

غور ولایت دولت یار ولسوالي شینه کلي کې د هریرود  سیند تحکیماتی پروژه او د شینه هایدرولوژي استیشن  چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایې بودجي څخه ( ۴.۳۸۱.۳۰۹   ) څلورمیلیونه، دري سوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۳
Background image

د شمال حوزوي عمومي رئیس د فاریاب ولایت یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه.

د شمال حوزوي عمومي رئیس انجېنر رفیع الله مجتبی د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس او تخنیکي ټیم  په ملتیا د آلمار او قیصار ولسوالیو کې د اجریم غلبله چکډم او ینګي زرغوی استنادي دېوال له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

بیرته تګ

User account menu