د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې دوه تنه نوي ګمارل شوي رئیسان ددغې ادارې همکارانو ته وپېژندل شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل ددغې ادارې دوه تنه نوي ګمارل شوي رئيسان چې د آزادې سیالۍ د پروسې له بشپړولو او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکمونو وروسته د دغې ادارې د تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري او ټولو رئيسانو په شتون کې د يوې رسمي ناستې په ترڅ کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
په دغه ناسته کې لطف الله راسخ د څارنې او ارزونې او انجنیر حضرت عمر کمال د هلمند لاندینۍ (زرنج) سندیزې فرعي حوزې رئیس په توګه وپېژندل شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل نویو ټاکل شویو رئيسانو ته د مبارکۍ تر څنګ، د اوبو مدیريت د دغې ادارې د ټولو مسؤلینو ګډ مسؤلیت ياد کړ، او د هلمند لاندینۍ (زرنج) سندیزې فرعي حوزې په رئیس یې ټينګار وکړ، چې د اوبو وېش له اړخه دغه حوزه یو له خورا مهمو حوزو څخه ده، په همدې خاطر باید د اړونده حوزې رئيس خپلې ټولې هڅې د اوبو مدیریت په برخه کې په لاره واچوي.
په ورته وخت کې انجنیر حضرت عمر کمال د جمهوري ریاست مقام او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مشرتابه څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې به د خپلو هڅو او تجربو سره به استفاده وکړي.
