د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازې سره وکتل.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت د خلکو د استازې بلقیس روشن سره وکتل.
په دې لیدنه کې د بخش آباد پروژې تر څنګ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې پر نورو پروژو چې له وړاندي بشپړې شوې وې، لکه د اوبو د لګولو کانالونه، چکډونه او د سیند غاړو پر تحکیماتو بحث او خبري وکړې.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د فراه ولایت د استازي څخه غوښتنه وکړه، چې په فراه ولایت کې هغه پروژې چې د خلکو ورته ضرورت وي، مشخصي کړي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د مقام سره دي شریکي کړي.
همدارنګه ښاغلي بصیري زیاته کړه "موږ هڅه کوو چې د څکلو اوبو رسولو پروژو د تطبیق په برخه کې خصوصي سکټور ته برخه ورکړو، تر څو د خصوصي سکټور په واسطه د هېواد په ټولو برخو کې د څکلو اوبو رسولو پروژې په ښه توګه تطبیق شي."
