د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او قراردادي شرکتونو تر منځ د همغږۍ جلسه
دغه جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومی رئيس احمد حکیم رشاد په شتون کې چې د دغې ادارې د انجنیري خدمانو او د اوبو تاسیساتو رئيس نقیب الله فقیري، د کنټرول او کیفیت رئيس انجنیر شفیق وکیل، مالي او اداري رئيس فیض الله عزیزي، د تدارکاتو یو شمېر کارشناسان او د قراردادي شرکتونو ډير شمېر استازو ګډون درلود د لوې ۱۳نېټه د دوشنبې په ورځ د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره شوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئيس احمد رشاد حکیم د ستونزو معلومولو، د مسائیلو حل، د وضعیت تحلیل او د دغې ادارې د پروژې پلي کولو پروسې د دقیقې پېژندنې او لا ډيرې همغږۍ په موخه د دغې جلسې جوړول ګټور بیان کړل.
د دغې جلسې په جریان کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مسؤلینو لخوا د قراردادي شرکتونو مختلفې تدارکاتي، مالي مسائيلو او د پروژو د تطبیق تحنیکي پروسو په اړه پوښتنونو او وړاندیزونو ته لازم ځوابونه ورکړل شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
