د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د اور وژني په اړه عامه پوهاوی تر سره شو.
دغه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست لخوا او د نوبل کیوب ګروپ کمپنۍ په مرسته چې د دغې ادارې د مالي او اداري لوی رئيس انجنیر احمد رشاد حکیم، د بشري سرچینو رئیس سید داود فضلي، د نوبل کیوب ګروپ کمپنۍ رئيس امیر محمد فیضي په شتون کې د دغه ادارې کار کوونکو ته د اور وژنې مدیریت او کنټرول په موخه د عامه پوهاوي سیمینار د سې شنبې ورځ ۲۳ جدي تر سره شو.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مالي او ادارې عمومي رئیس ښاغلي احمد رشاد حکیم دا سمینار ډېر ګتور یاد کړ او وویل چې دا ډول سمینارونه په کاري خوندیتوب کې زیاته اغیزه لري او ددې سمینار له جوړونکو یې مننه او قدرداني وکړه.
همدارنګه د بشري سرچینو رئیس ښاغلي سید داود فضلي هم د ننني سمینار له جوړیدو مننه وکړه او دا یې یو ګټور سمینار یاد کړ، چې کار کوونکي به د اور وژني په هغه حالاتو پوه شي چې په نننۍ سمینار کي یې ولیدل.
په عين حال کې د نوبل کیوب کمپنۍ رئیس امیر محمد فیضي د اور وژني ارزشت، د اور وژنې ضد بالونونو د استفادې ډولونو، وقایې او د کار ځای خوندیتوب په اړه یې ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل.
