د اوبو بندوند د امکان سنجي مطالعاتو په هکله د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۴:۲۶
1

د اقتصادي کمیسیون نوبتي ناسته د ریئس الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دغهٔ ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري په میدان وردګ ولایت کې د ګرومبي بند، په بلخ ولایت کې د قره تیري بند، په کندهار ولایت کې د شنه نري بند او په پکتیا ولایت کې د وچ نري بند د پروژو سروې او امکان سنجي وړاندې شوې. له هراړخیزې څېړنې وروسته، پرېکړه شوه چې د ۱۴۰۴ لمریز مالي کال په بودجه کې دغه پروژې شاملې شي.

او همدارنګه په دغهٔ ناسته کې د دشت الوان ۵۰۰ کېلو ولټ لېږد مزي، د بتخاک نوي سب سټېشن، د چمتلې سب سټېشن ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي غځول او د ارغندۍ سب سټېشن ۲۲۰ کېلو ولټ لین غځولو پروژو د چارو په چټکتیا باندې هم ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu