د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي پروژو لپاره د نیمایي کال د بودیجې بیاکتنې غونډه ترسره شوه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۲:۱۴
اخبار

د مالي او اداري مرستیال ښاغلی محترم الماس زاخیلوال د یوي غونډې په مشرۍ د پروژو یو شمیر رییسان، انجینرانو او نورو برخه اخیستونکو سره د اوبو او انرژۍ وزارت د نیمایي کال د بودیجې کارولو څرنګوالی بیاکتنې وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال د نیمایي کال د بودیجې بیاکتنې سره په پرختیایی پروژو باندی د بودیجې مصرف، د پروژو پرمختګ څرنګوالی او د پاتې بودیجې د پروژو مشرانو او مدیرانو څخه وضاحت غوښتنه کره.
د مالي او حسابې رییس، د پروژو انسجام رییس او د پروژو رییسانو او انجینرانو، هر یو د خپلو اړوندو پروژو په اړه معلومات ورکرئ او د دوی ستونزې او وړاندیزونه ښاغلي زاخیلوال سره شریک کړل.
د غونده په پای کې د مالي او اداري مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال له حاضرینو څخه وغوښتل چې د پروژو پلي کیدو چارو ته جدیت ورکرئ او د پروژو چارو ته چتګ ورکرئ. .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu