د اوبو او انرژي په وزارت کې د 10 کیلوواټه لمریزي برېښنا پروژه پرانیستل شوه

یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس او یو شمیر رئیسانو او تخنیکي مسئولینو په شتون کې پرانیستل شوه.
یاده لمریزه پروژه د 10 کیلوواټو په ظرفیت سره د yellow River Co.ltd /PowerChina شرکت له لوري د ډالۍ په توګه د اوبو او انرژي په وزارت کې پلې شوې ده.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال، د نوموړي شرکت له همکاري څخه مننه وکړه او ددې ډول همکاریو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه، د یاد شرکت استازي د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره د یاد وزارت په انګړ کې د لمریزي برېښنا د تولید شبکې د پراختیا ژمنه وکړه.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر د لارښوونې پر بنسټ او د زولرستان شرکت په همکاري، د انرژي معینیت تخنیکي مسئولینو د یاد وزارت دفترونو ته د لمریزي برېښنا د تولید سروې پیل او ډیر ژر به یې چارې بشپړې شې.