د اوبو او انرژي په وزارت کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون تشریح شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۵۹
1

د افغانستان د اسلامي امارت د امر باالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معین محترم شیخ صدیق الله او ورسره مل د هغه وزارت ستر سلاکار محترم مولوي محمد طاهر انوري د اوبو او انرژي وزارت ته راغلي وو او د ماسپښین تر لمانځه وروسته یې په داسې حال کې چې ټولو رئیسانو او کارمندانو ګډون درلود، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پېژندنې په هکله خبرې وکړې او ټول کارمندان یې رعایتولو ته وهڅول.

هغه د دغه قانون موخې د ټولنې اصلاح او په افغانستان کې د دیني او معنوي زده کړو وده وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د دغه قانون عملي کول د ټولنې د ټولو وګړو په خیر او صلاح به وي.

هغه همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د ټولو رئيسانو او کارمندانو څخه وغوښتل، چې د دعوت او ارشاد له مسؤلینو او مبلغینو سره په ښه توګه همکاري وکړي او په خپل ورځني ژوند کې د اسلام سپیڅلي دین او نبوي سنت باندې عمل وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu