د اوبو او انرژي وزارت څلور تنه رئيسان په خپلو نویو بستونو کې همکارانو ته ور وپېژندل شول

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۶:۴۷
۱

د دغو رئيسانو پېژند غونډه د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او  د دغه وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې، د وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د نویو رئيسانو د ټاکلو په تړاو د وزارت مقام د رهبري وړاندیز او د ریاست الوزرا لوړ مقام حکم د ټولو په شتون کې ولوست.

د نوموړو احکامو او وړاندیز پر بنسټ، هر یو د دغو شخصیتونو په خپل نوي بست کې ور وپېژندل شول:

  • محترم انجنیر جان محمد حریفال د انرژي برنامو د رئيس په توګه،
  • محترم رحمت‌ولي رحماني د نوي کېدو وړ انرژي د رئيس په توګه،
  • محترم انجنیر رفیع الله ستانکزی د پانګونې د جلب او جذب د رئيس په توګه،
  • او محترم عارف مومند د اوبو برنامو د انسجام د رئيس په توګه.

د وزارت معینانو او د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس د دغه ادلون ، بدلون موخه د رهبري مقام لزوم دید، د کاري وړتیا لوړولو او د فعالیتونو د بهیر غوره‌والی وباله او د دغو ریاستونو اړینو مسؤلیتونو ته په اشارې سره، نویو رئیسانو ته په ورسپارل شویو دندو کې د لا توفیق غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu