د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د کاپیسا او پروان ولایتونو د اوسیدونکو ترمنځ د حقابې د شخړې د هوارولو په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۶:۴۹
1

د اوبو او انرژي وزارت  د مقام د سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په مشري د دغه وزارت د مرکزي رئيسانو چې په ترکیب کې یې محترم انجنیر محمد نعمان نثار د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس، محترم انجنیر نثاراحمد مموزی د اوبو سرچینو عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد عارف مومند د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس او محترم انجنیر اسدالله میلاد حقوقي سلاکار  شامل دي، کاپیسا او پروان ولایتونو د اوسیدونکو ترمنځ د حقابې د شخړې د هوارولو په موخه کاپيسا ولایت ته سفر وکړ او د کاپیسا له والي محترم قاري احسان الله بریال ، د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او د ریګروان، افغان، شاخ آب، ده بابي، شوخي، خواجه او خرم کانالو له استازو سره وکتل.

نوموړي پلاوي د نوموړو کانالونو د ګټې اخیستونکو د استازو د ستونزو تر اورېدو وروسته د کاپیسا له والي سره ژمنه وکړه، چې دې شخړې ته به د تېرو کلونو له پرېکړو سره سم د دواړو ولایتونو د اوسیدونکو ګډو ګټو او د پنجشیر سیند د اوبو سرچینې په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu