د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د خوست ولایت د شمل خرم سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۴:۴۳
1

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د کابل سیندیزې حوزې د رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال په مشرۍ د خوست ولایت د شمل خرم سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د شمل خرم سیندیزې حوزې د شته ستونزو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

همدارنګه، یاد پلاوې او د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې رئیس انجنیر زین الله نسیمي د خوست ولایت د والي مولوي بسم الله عبدالله آخند سره وکتل او د کار په مقابل کې د غنمو د وېش پروګرام په هکله خبري یې اترې وکړې.

په ورته مهال کې، انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل پلاوي په یاد ولایت کې د مټه چینې چکډم، د متون نیچکي چکډم او د خدر پیرانو د ګبیون وال پروژې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا ولایت کې د استنادي دیوالونو سروې وشوه.

د پکتیا ولایت د اوبو  او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالي میتي کلي کې د یوه سربند، مټاخېل، او بښکول کلیو کې د دوو استنادي دیوالونو تخنیکي،اقتصادي،هایدرولوژیکی او. . .

بیرته تګ

User account menu