د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د هرات ولایت له یو شمېر پانګوالو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم د هرات ولایت له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د هېواد پر اقتصادي پرمختیا باندې د پانګونې د ارزښت او اغیزمنتوب او د هرات ولایت د اقتصادي جغرافیایي موقعیت په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د هرات ولایت پانګوالو، په نوموړي ولایت کې د اوسني ډاډمن امنیت څخه خوښې څرګنده کړه او د پانګونې چارو د لا غوره پرمخ وړلو په موخه یې د لا زیاتې برېښنا غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سلاکار، یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت هڅه کوي ترڅو د داخلي سرچینو څخه په ګټه اخیستنې سره هرات ولایت ته برېښنا چمتو کړې او په هرات ولایت کې د ۷۷ ترکي شرکت سره د بادي سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د تړون لاسلیکولو څخه یې د بیلګې په توګه یادونه وکړه او دوی یې وهڅول ترڅو د ډبرو سکرو، لمریزې او بادي سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې اړیني اسانتیاوي رامنځته کړې.
