د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د جامي پوهنتون له رئیس سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۵۹
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم په هرات ولایت کې د جامي پوهنتون له رئیس ښاغلي ډاکټر میر محمد ایوبي او د یاد پوهنتون له یو شمیر استادانو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، په سویل-لویدیځ حوزه کې د کرنې او انرژي په تولید کې د اوبو سرچینو څخه د ګټه اخیستلو، د هرات ولایت اقتصادي موقعیت او د هېواد په وده او پرمختیا کې د اقتصادي علومو څخه د استفادې د ارزښت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

User account menu