د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په چین هېواد کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۲:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په چین هېواد کې د افغانستان له سفیر محترم سید محي الدین سادات سره وکتل.

په دغه کتنه کې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چین هېواد پانګوالو د هڅولو او د اوبو او انرژي پروژو  د پلي کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې  د چینایي پانګوالو د پانګونې لپاره د لا همغږیو او د چارو د ښه انسجام په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال، په چین کې د افغانستان سفیر څرګنده کړه، چې په چین هېواد کې ګڼ شمېر پانګوال په افغانستان کې  د لمریزې برېښنا ، باد، ډبرو سکرو او اوبو سرچینو په پروژو کې پانګونې ته لېواله دي، اړینه ده چې د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

بیانیه اصلاحی و ارشادی؛ توسط شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی در وزارت آب و انرژی ایراد شد

 

بیانیه اصلاحی و ارشادی توسط محترم شیخ‌القرآن و الحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مهتمیم مدرسه انوار العلوم ارغندی، امروز پس از ادای نماز ظهر در مسجد شریف وزارت آب و انرژی در حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د بر کوچي خېلو استنادي دېوال پروژه پېل شوه.

 

د پکتیا اوبو او انرژي رياست له لوري د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د بر کوچي خېلو استنادي دېوال پرمختيايي پروژه، چې ٢٧٧ متره اوږدوالى او د بنسټ په شمول ٤.٧ متره لوړوالى لري د ٨٣٥٩٢٩٠. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د امکان سنجي او چاپیریالي مطالعاتو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي

د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري او د هغه ریاست سلاکار د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د امکان سنجي او چاپيریالي مطالعاتو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu