د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کاپيسا ولایت له امنیه قوماندان سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" د خپل کار په دفتر کې د کاپیسا ولایت له امنیه قوماندان ښاغلي ضیاالحق" حامد" سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې، د کاپیسا ولایت د خلکو د وضعیت په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د یاد ولایت د خلکو پر اړتیاو بحث او د نظر تبادله وشوه.
د کاپيسا ولایت امنیه قوماندان ښاغلي "حامد" په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیره سره دکاپیسا ولایت د خلکو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او په دغه ولایت کې د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت له خوا به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته لازمه پاملرنه وشي.
