د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل له والي سره په لېدنه کې د کابل ښار د اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۴
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، محترم ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت له والي محترم شیخ مولوي محمد قاسم خالد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده لېدنه کې دواړو لورو د څښاک اوبو د ستونزو د حل، د اوبو سرچینو د مدیریت او په کابل ښار کې د اوبو او انرژي د پراختیایې پروژو د تطبیق په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.

په ورته مهال، د کابل والي د یاد ولایت په شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند د پروژې د کار له بهېر څخه په ښو ټکو سره یادونه وکړه او د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره یې ژمنه وکړه چې په کابل ولایت کې به د اوبو او انرژي د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اوبو د مدیریت په برخه کې د پروژو د تطبیق ارزښت ته په اشاري سره، د کابل ولایت مقام د همکاري له څرګندولو څخه ستاینه وکړه او په لازیاتې همغږي باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۵۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا ولایت کې د دریو پروژو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو...

بیرته تګ

User account menu