د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په فابریکې باندې د پانګونې په هکله د ګلبهار انویست شرکت له مسؤلینو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس هم شتون درلود د ګلبهار انویست شرکت له رئيس محترم حاجي ګلبهار حبیبي او د یاد شرکت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د ډبرو له سکرو څخه د ۱۰۰ تر ۲۰۰ میګاواټو په وړتیا د برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړولو په موخه د یاد شرکت د پانګونې لپاره د اړینو همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ګلبهار انویست او د وزارت له تخنیکي مسؤلینو څخه و غوښتل چې ډېر ژر دې اړینې څېړنې ترسره کړي او د پروژې عملي چارې دې ګړندۍ کړي.
په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې ډېر ژر دې د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي، ترڅو د پروژې د چارو په ترسره کولو کې اړینې همغږي ترسره شي او د پروژې عملي چارې کړندۍ شي.
