د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پروان ، کاپیسا ، پنجشیر او کوهدامن له مشرانو سره وکتل

په یاده لیدنه کې د نوموړو ولایتونو مشرانو برېښنا ته د نه لاسرسي،او خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دې وزارت له لوري د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.
ښاغلي منصور اړوندو مراجعو ته هدایت ورکړ، چې د امکان تره حده پورې دې د دوي ستونزو ته رسیدګي وشي.