د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هېواد د پوهنې پخوانې وزیر سره و کتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف" منصور" د ملي او جهادې شخصیت او دهیواد د پوهنې پخواني وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق "اعظم "سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د هیواد اوسني وضعیت په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په لمړیو کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هېواد د پوهنې پخواني وزیر ته ښه راغلاست وویل او ترڅنګ یې د اسلامي امارت ځواکونو پواسطه یې د هیواد بشپړې خپلواکۍ مبارکي ورکړه.
په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" زیاته کړه "افغانستان د ټولو افغانانو هیواد دی او د ټولو مسلکي او تجربه لرونکو کدرونو څخه غوښتنه کوو چې د هیواد په آبادۍ کې له مونږ سره همکاري وکړي ترڅو خپلو هیوادوالو ته د هوسا او ارامه ژوند زمینه برابره کړو.
په همدې حال کې، د هیواد د پوهنې پخواني وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق" اعظم "د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته له هیواده د امریکايي او ناټو یرغلګرو ځواکونو د وتلو مبارکي وویله او همدا شان اسلام یې د ټولو مسلمانانو د وحدت او یوالي لاره یاده کړه او د هر ډول همکاریو وعده یې وکړه.
