د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د نورستان ولایت له والي او د هغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۱:۱۶
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نورستان ولایت له والي ښاغلي محمد آغا حکیم، د نورستان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي محمد علي فاروقي او د هغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې، د نورستان ولایت والي او مشرانو د اوبو او برېښنا د پراختیایي پروژو په برخه کې د خلکو  اړتیاوې یادې کړې او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ چې د نورستان ولایت د پاتې پروژو د تطبیق او د هغوی د کار د بیا پيل په موخه به تخنیکي ټیم موظف کړي، ترڅو پروژې له نږدې و څېړې.

همدارنګه ښاغلي منصور په دې ناسته کې د نورستان والي او مشرانو  ته د همکاري د ژمنې په  څرګندولو سره،یادونه وکړه چې د دغه ولایت په مرکز کې د برېښنا پروژه هم د راتلونکي کال لپاره د وزارت په پلان کې شامله شوې ده او په راتلونکي کې به یې کار پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu