د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لوګر ولایت د څرخ له ولسوال او مشرانو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۳:۹
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د څرخ له ولسوال محترم مولوي رفیع الله "محمد عبدالله"  او د یادې ولسوالي له مشرانو سره وکتل او د اوبو او انرژي په برخه کې د هغه ولایت د خلکو د ستونزو په هکله یې بحث او خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړل او د اوبو او انرژي پروژو د پلې کېدو په ځانګړې توګه د یادې ولسوالي په مرکز کې د برېښنا  سب سټیشن د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

د اوبو او انرژي وزار سرپرست وزیر د څرخ ولسوال او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې یادې ولسوالي ته به د پروژې د سروې په موخه تخنیکي پلاوی ولېږل شي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

 

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالی اړوند د شفلوغ بند ساختمانی چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه.

 

د ارزګان د اوبو او انرژی ریاست رئیس مولوی خلیل الرحمن عمری او ورسره مل تخنیکی پلاوي د یاد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه له نږدی لیدنه ترسره کړه

د یاد بند رغنیزی چاري د ارزګان ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

بیانیه اصلاحی و ارشادی؛ توسط شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی در وزارت آب و انرژی ایراد شد

 

بیانیه اصلاحی و ارشادی توسط محترم شیخ‌القرآن و الحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مهتمیم مدرسه انوار العلوم ارغندی، امروز پس از ادای نماز ظهر در مسجد شریف وزارت آب و انرژی در حضور. . .

بیرته تګ

User account menu