د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې(زرنج) له رئيس سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي مولوي سید محمد ولي آغا سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د یادې حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته د کمال خان بند د چارو د پرمختګ په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د وزارت له رهبري څخه یې د لشکري کانال د لایروبي د چارو د پيل او د یاد ریاست ماشینري د ترمیم غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د کمال خان بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره یې د لشکري کانال د لایروبي چارو د پیل او د یاد ریاست د ماشینري د ترمیم په هکله د وزارت د شته امکاناتو او بودجې په پام کې نیولو سره د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu