د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د قرغې بند د ساتنې او مراقبت بشپړو شویو پروژو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل تخنیکي ټیم د قرغې بند د ساتنې او مراقبت بشپړو شویو پروژو دبېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
محترم منصور صاحب د یادو پروژو پلي کول د قرغې بند د ساتنې او مراقبت او ځمکې لاندې اوبو دتغذیې په لاره کې ګټور ګام و باله.
همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د دې پروژو د پلي کوونکو مسؤلینو کړنې و ستایلې او دوی ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د چارو په پلي کولو کې رښتینولي او اخلاص ته د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.