د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د سمنګان ولایت له والي او امنیه قوماندان سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۵:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف " منصور" د خپل کار په دفتر کې د سمنګان ولایت له والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن او د یاد ولایت له امنیه قوماندان ښاغلي مولوي عاطف الرحمن" بدر" سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د سمنګان والي او امنیه قوماندان د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر څخه په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" د سمنګان ولایت والي او امنیه قوماندان  ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د شته امکاناتو او متوازني پراختیا اصل په پام کې نیولو سره به ډېر ژر د دوی غوښتنو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu