د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکي EDDEF مرستندویه موسسې له مسؤلینو سره وکتل
په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د ترکي EDDEF موسسې مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل او د وزارت د جومات او اودس ځایونو د ترمیم په برخه کې یې د یادې موسسې له مرستې څخه مننه وکړه.
د یادې لیدنې په بهیر کې د بېلابېلو موضوعاتو په هکله لکه په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید پروژو د پلي کولو په برخه کې د ترکیې هېواد همکاري او د اوبو او انرژي له وزارت سره د EDDEF موسسې د همکاريو د پراختیا په هکله د ټولګټو پروژو په پلي کولو باندې خبرې وشوې.
د اوبو او انرژي وزارت د جومات د بیارغونې په برخه کې د EDDEF موسسې له همکاري څخه د مننې په پار، د وزارت د رهبري له خوا یاد بنسټ ته ستاینلیک ورکړل شو او همدارنګه په سروبي ولسوالي کې د اوبو رسولو پروژې د تطبیق په موخه د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
