د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ترکمنستان هېواد ته له خپل سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۲:۱۲
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبداللطیف منصور او د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس ښاغلی الحاج مولوي محمد حنیف حمزه او  ورسره مل پلاوی چې ترکمنستان هېواد ته د برېښنا د قرارداد د غځولو او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه سفر کړی وو، له یاد رسمي سفر وروسته  بېرته کابل ته راستون شو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له ترکمنستان سره د برېښنا د تړون تمدید، د 500KV مزي د پروژې بشپړول، د نورالجهاد سب سټیشن جوړول او د TAP پروژې د پلې کولو په موخه د اړینو همغږیو رامنځته کول د یاد سفر له مهمو موخو څخه یاد کړل.

ښاغلي منصور یادونه وکړه چې په دې سفر کې  له ترکمنستان هېواد  سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا تړون تمدید شو او همدارنګه د یادو پروژو د پلي کولو په هکله د ترکمنستان هېواد له خوا ډاډ را کړل شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي په بشپړېدو او د نورالجهاد سب سټیشن په جوړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا اندازه ۱۱۰ میګاواټه نوره هم لوړه شي او همدارنګه د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د پروژې په پلي کېدو ،، د TAP پروژې او د ۵۰۰ کیلو ولټ لین چې د افغانستان له لارې پاکستان ته تېریږي ، د افغانستان د ډیرو ولایتونو اوسیدونکي  به له برېښنا څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې  د کوکچه سفلی اوبو انحرافي او بریښنا د تولید بند جیوتکنیکل څېړنیزه پروژه پرانیستل شوه.

یاده پروژه د پنج آمو  عمومي حوزوي رئیس، دتخار ولایت د اوبو او انرژي رئیس،  مشاورینو، انجینرانو ، قومي مشرانو او د سیمې یو شمېر اوسیدونکو په شتون کې  د  ۴۸۸۴۵۰۰ څلور میلیونه اته لکه و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۱۰
Background image

دبامیان ولایت شیبر ولسوالي کې د یخ دوه ذخیروي( Ice Herveting )  پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو د سرچینو مدیریت، د وچکالي اغیزو کموالې او د کرنیزو اوبو د برابرولو  په موخه د اوبو راټولو او ذخیره کولو دوه پروژې د کتلوي یخ ( Ice harvesting) په بڼه د بامیان ولایت شیبر ولسوالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

 

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي. . .

بیرته تګ

User account menu