د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی ازبکستان ته له خپل رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۶:۵۰
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوی ازبکستان ته له خپل رسمي سفر وروسته کابل ته را ستون شو او د یاد سفر په هکله یې رسنیو ته معلومات ورکړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له ازبکستان هېواد سره د برېښنا ستونزې د هوارولو او د قرارداد غځونه د یاد سفر له اړینو موخو څخه و بلل او څرګنده یې کړه، چې له نیکه مرغه دغه سفر ښه لاسته راوړنه درلوده او دواړه موخې په بشپړه توګه تر لاسه شوې دي.

ښاغلي منصور زیاته کړه، چې په دې سفر کې د برېښنا ستونزو د هوارولو او د قرارداد غځولو برسیره، د اوبو او انرژي په پروژو کې د نړیوالو پانګوالو د جلبولو په هکله هم هڅې شوې، چې ان شاالله په راتلونکي کې به ښې پایلې ولري.

د یادولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له یاد سفر څخه د راستنېدو په وخت کې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د خپل سفر په هکله خبریالانو ته په بشپړ ډول معلومات ورکړل او د دوی پوښتنو ته یې اړین ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu