د اوبو او انرژي وزارت سرپرست نن د لوګر له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۱
2

د  ا.ا.ا  د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف "منصور" نن د لوګر ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي محترم مالي خان سره د ولایت په مقر کې وکتل.‏په یاده کتنه کې چې د لوګر ولایت مرستیال محترم مولوي انعام الله "صلاح الدین" او د ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي میرویس هم حاضر وو ، دواړو خواوو د ولایت اړونده بیلا بیلو ستونزو په تیره بیا په یاد ولایت کې د بریښنا د ستونزو او په راتلونکې کې په دې ولایت کې‏ د اوبو د بندونو او برېښنا  د تولید سټېشنونو جوړولو په هکله د نظرونو تبادله وکړه. ښاغلي وزیر صاحب ډاډ ورکړ چې تر وروستي بریده به هلې ځلې وکړي تر څو د یادو ستونزو د حل او د ولایت د پرمختګ لپاره امکانات ولټوي او یادې چارې تر سره کړي. ‏دغه راز وزیر صاحب په د دغه سفر په بهیر کې د لوګر ولایت د برېښنا رئیس ښاغلي مولوي منصورالحق او د لوګر سیندیزې حوزې رئیس الحاج عمراخان او د یادو ادارو له فني او اداري مسئولینو سره په جلا،جلا توګه ناستې تر سره کړې.‏د یادو ادارو رئیسانو د خپلو ادارو ستونزې له وزیر صاحب سره شریکې کړې، د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته ښاغلي وزیر صاحب دوی ته لازم هدایات ورکړل او هم یې د خپل وزارت له خوا د دوی مشکلاتو ته د رسیدګي ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu