د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ مشرانو سره وکتل
د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ د خلکو له مشرانو سره وکتل
په دې لیدنه کې د چرخ ولسوالۍ مشرانو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، د یادې ولسوالۍ خلکو ستونزو په یادولو سره، د اوبو او انرژي وزارت له مقام څخه د خروار بند، چرخ بند پروژې او یاده ولسوالۍ ته د بریښنا رسونې پروژې د تطبیق غوښتونکي شول.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چرخ ولسوالۍ مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغو شجاعت او جهاد غوره یادونه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د چرخ ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د هغو ستونزو ته په کتو ذکر شویو پروژو لپاره چې د هغو لخوا وړاندیز شوې دي یادې ولسوالۍ ته تخنیکي هیئت ولیږي ترڅو یادې پروژې د دې وزارت راتلوونکي پلان کې شامل کړای شي.
