د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د تاتارستان د صدراعظم له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۷:۱۰
1

نن سه شنبه ( ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري د میاشتې ۱۴مه) د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د تاتارستان هېواد د صدر اعظم مرستیال او د تجارت او صنعت وزیر ښاغلي کروپ چینکو اولیګ ولادمیروویچ او لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

پهٔ دغهٔ لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت او د همکاریو پر غځولو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوبو او انرژي پراختیايي پروژو د ترسره کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د تاتارستان د صدراعظم مرستیال، لېوالتیا وښودله چې هېواد یې له افغانستان سره د اوبو او انرژي په پروژو کې همکاري ته تیار دی. له بلې خوا، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هم له دغهٔ وړاندیز څخه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د دوه اړخیزو همکاریو غځونه به د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې وي.

ښاغلي منصور د همکاریو د پیل لپاره، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې ورته د پانګونې وړاندیز وکړ او له هغوی څخه یې د دغې پروژې او د انرژي د نورو طرحو په هکله د اطلاعاتو د تبادلې لپاره د دواړو خواوو د تخصصي ټیمونو ترمنځ د تخنیکي غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې له دغه پړاو وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي.

د دغې لیدنې په دوام کې، د تاتارستان د صدراعظم مرستیال د اوبو او انرژي سرپرست ته رسمي بلنه ورکړه تر څو د «د کازان د انرژي نړیوال فورم» چې پکې تجاري برنامې او صنعتي نندارتون شامل دي او د ۲۰۲۶ عیسوي کال د اپرېل په میاشت کې په تاتارستان کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

دغه لیدنه د دوه اړخیزو اړیکو پر غښتلتیا او د همکاریو د غځولو په ټینګار سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu