د اوبو او انرژي وزارت رهبري څلورمه ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر او د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف او د وزارت ټولو عمومي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د قرانکریم مبارکو ایاتونو په تلاوت سره شروع شوه، په مختلفو اداري او تخنیکي موضوعاتو، د المار بند پروژې او لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ستونزو حل په موخه د نظرونو تبادله وشوه او د شته ستونزو د حل او د چارو د لا ښه والي په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.
د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف او د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر د ناستې په جریان کې د خپلو اړونده رئیسانو د راپورونو له بررسي وروسته د بحث اړوند موضوعاتو په اړه د د ستونزو د حل او چارو د ګړندیتوب په موخه لازم هدایات ورکړل.
د اوبو او انرژي وزارت
