د اوبو او انرژي وزارت رهبري مقام په یوه ناسته کې د ګلبهار سوداګریز شرکت له رئيس سره  په افغانستان کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۵:۴۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت یو شمېر رئيسانو هم شتون درلود، د ګلبهار سوداګریز شرکت له رئيس محترم ګلبهار حبیبي سره د باد له سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت رئيس په هېواد کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې د وزارت د رهبري مقام د هوکړې او همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د لېوالتیا ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه، چې له باد څخه د برېښنا د تولید لپاره کافي سرچینې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې شتون لري او د وزارت رهبري له باد څخه د برېښنا انرژي د تولید لپاره د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کوي او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن او هوډمن دي.

په پای کې، دواړو لورو د چارو په چټکتیا او همغږي باندې  هوکړه وکړه، چې په یوه بله ناسته کې په بشپړه توګه خبرې وکړې، ترڅو د زمینې د برابرولو او د چارو د پرمخ وړلو لپاره اړین تصمیمونه ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu