د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس د بادغیس او نیمروز له سیندیزو فرعي حوزو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۶:۱۱
1

 د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار او ورسره مل ټیم د بادغیس او نیمروز له سیندیزو فرعي حوزو څخه لیدنه وکړه او د نوموړو حوزو له کارمندانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کورنۍ پلټنې رئيس د اسلام له نظره د مسؤلیت پېژندنې، د اسلامي نظام ارزښت، د اسلامي نظام اړتیا، له اسلامي نظام سره مخالفت او سپکاوي او د مفتشینو د مسؤلیتونو او موخو په هکله خبرې وکړې.

همدارنګه په دغه لیدنه کې، د وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس د اوبو سرچینو د غوره مدیریت لپاره د امیرالمومنین حفظه الله او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د اوامرو او فرامینو پر بشپړ پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۲۴
Background image

بیرته تګ

User account menu