د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د "ادارې او مدیریت اصول او بنسټونه" تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه جوړه شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۲۹

د اوبو او انرژي وزارت د  مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د کارمندانو د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځنۍ ښوونیزه برنامه د "ادارې او مدیریت اصول او بنسټونه" تر سرلیک لاندې ترسره شوه.

ګډونوال په دغه پړاو کې د اداري مدیریت، د کړو وړو  ډولونو د غوره‌والي او د چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې د ورځنۍ ټکنالوژي څخه د ګټې اخیستنې له اړینو مفاهیمو سره پېژندګلوي ومونده.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ډول ښوونیزو برنامو جوړول د کارمندانو د وړتیا لوړونې او د اداري سیسټم د غوره‌والي به برخه کې لوړ ارزښت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۱
Background image

پکتیا ولایت کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا را ټوله شوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت په شواک، ګرده څېړې او وزې ولسوالیو کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا چې د دولتي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

په نږدې راتلونکې کې به د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالي کې د بندونو او کانالونو سروې پیل شي

د فراه رود – فراه سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا برهان الدین مینه‌وال او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت لاش جوین ولسوالي ته سفر وکړ او د دغې ولسوالي له ولسوال او قومي مشرانو سره وکتل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د اوبه خوړ چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د لاندنې کابل – جلال آباد سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم سید فضل احد پاچا او ورسره مل تخنیکي ټیم  د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالي کې د اوبه خوړ چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu