د اوبو او انرژي وزارت د ښوونیز نصاب آزموینه واخیستل شوه
دغه آزموینه د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د اوبو و انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف او د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د استازي محترم مولوي محمد یحیی عارف په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د سلګونو کارمندانو په ګډون د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې واخیستل شوه.
محترم مولوي محمد یحیی عارف د دغې آزموینې پر مهال د دغه وزارت کارمندان د امراو اطاعت او په ښوونیزو اسلامي برنامو کې ګډون ته وهڅول او د دغې آزموینې اخیستل یې د لا زیاتو زده کړو په برخه کې اغېزمن وبلل.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د دعوت او ارشاد ریاست د ښوونیز نصاب درسونه په ورځني ډول د ماسپښين لمانځه د ادا کولو وروسته د دغه وزارت په جومات کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د مبلغینو له لوري وړاندې شوې وو.
