د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري ښوونیز مدیریتي سیسټم (Learning   Management System ) پرانیستل شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
1

د دغه نوي سیسټم د پرانیستلو په بهیر کې د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست متخصصینو د هغه د ارزښت، ګټو او ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله په هر اړخیزه توګه معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیسټم د غوره مدیریت، د ښوونې په برخه کې د اړینو آسانتیاو د چمتو کېدو، د کارمندانو لپاره د ښوونیزو برنامو چارو د انسجام او په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې د هغوی د پوهاوي لوړولو د ودې په موخه جوړ شوی دی.

د دغې برنامې له لارې کارمندان کولای شي د ټولو ورکشاپونو، سمینارونو او نورو ښوونیزو برنامو منځپانګو ته چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو له لوري ترسره کېږي، په آساني سره لاسرسی و مومي او په دوامداره توګه د خپلې پوهاوي کچه پیاوړي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

بیرته تګ

User account menu