د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او کارمندانو په شتون کې، محترم قاري نجیب الله مبارک د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس په توګه کارمندانو ته ور وپېژاند.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د مالي او اداري د نوي عمومي رئيس د پېژندنې پر مهال له ټولو رئيسانو او کارمندانو څخه وغوښتل چې د خپلو مسؤلیتونو د ترسره کولو په برخه کې په رښتينې توګه هڅې وکړي او د چارو د ترسره کولو په برخه کې د اطاعت او شفقت اصولو ته  لومړیتوب ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې محترم قاري نجیب الله مبارک تر دې مخکې د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه درلودلې او په هېواد کې د جهاد او اسلامي نظام د پیاوړتیا په بېلابېلو برخو کې ښې کارنامې لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu