د اوبو او انرژي وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۴۸
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبرۍ لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د اوبو او انرژي سکټورونو د عمومي رئيسانو او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي بېلابېلو اداري او تخنیکي پروژو په ځانګړې توګه د اوبو څلورو سترو بندونو لکه په بغلان ولایت کې د کېله ګي بند، په غزني ولایت کې د زردالو بند، په هرات ولایت کې د کادانک بند او په تخار ولایت کې د کښته کوکچې بند په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ناستې په بهیر کې د پروژو پر کره څارنې باندې ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پروژو د پلي کولو پر مهال دې ټول تخنیکي معیارونه په پوره پاملرنې سره په پام کې ونیسي.

ښاغلي منصور اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا، لا زیات غوره‌والي او تنظیم په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲۱
Background image

د آمو سیند څنډو د ټينګښت رئيس د تخار له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم ...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې 11.5 سلنه پرمخ تللې دي

 د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم...

بیرته تګ

User account menu