د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۱۲
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، سلاکارانو، عمومي رئيسانو او د دغه وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د دغه وزارت له پراختیایي بودجې څخه پر موخو ولاړو او اغېزمنو لګولو د څرنګوالي په ځانګړې توګه د انرژي د تولید، وېش او پراختیا، د ذخیروي او برېښنا تولید بندونو د جوړولو او په هېواد کې د اوبو مدیریت د غوره‌والي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اړوندو رئيسانو له لوري د پروژو د لومړیتوبونو په هکله د وړاندې شوو راپورونو او اطلاعاتو تر ارزولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته له پراختیایي بودجې څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه  اړینې لارښوونې  وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu