د اوبو او انرژي وزارت د رهبري او د لوګر ولایت د مس عینک کان د قراردادي شرکت د مسؤلینو ترمنځ د نوموړي کان د برېښنا د برابرولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۴:۵۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد د لوګر ولایت د مس عینک کان د را ایستلو پروژې د برېښنا د برابرولو موضوع په هکله د نوموړي کان د قراردادي شرکت( ام، سې، سې) له مسؤلینو سره خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د کاپيسا ولایت د باغدرې برېښنا  تولید پروژه او سروبي ۲ برېښنا بند نوموړي شرکت ته د پانګونې لپاره وړاندیز کړل، ترڅو له یوې خوا د اړتیا وړ برېښنا چمتو شي او له بلې خوا د افغانستان خلک هم د دغو پروژو له پلي کولو څخه ګټه پورته کړي.

همدارنګه ښاغلي منصور په دغه ناسته کې، د دغو پروژو د ګټو او ارزښتونو یادونه وکړه او د همغږي او عملي چارو پر چټکتیا باندې د ټینګار ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم چمتو دی چې د نوموړي شرکت له مسؤلینو سره د اړتیا وړ معلومات شریک کړي.

په ورته مهال، د مس عینک کان د قراردادي شرکت مسؤلینو هم د اوبو او انرژي وزارت رهبري ته ډاډ ورکړ، چې د چارو چټکتیا ته ژمن دي او ژر تر ژره به د وروستيو هوکړو په موخه اړینې څېړنې پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

کاپيسا ولایت کې د اوبو په برخه کې اووه پروژې د څه باندې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د پورتني او کښتني هندوسوز سربندونه، میرکلا، نوروزخېلو، محب‌خېلو، شاطو او میاخېلو د سیند غاړو ټینګښت پروژو چارې د ۱۱ میلیونه، ۶۸۷ زره او ۷۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند په کاسه کې څه د پاسه ۳ متره اوبه زېرمه شوې دي

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د دغه ریاست یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د پاشدان بند له وضعیت څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د ساتنې او مراقبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او حفظ او مراقبت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري په تڼیو، ګربزو او علیشیرو ولسوالیو کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او. . .

بیرته تګ

User account menu