د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۰۴ هـ ل کال د ښوونیز نصاب د لومړي پړاو آزموینه واخیستل شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۴۸
1

د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د ښوونیز نصاب د لومړي پړاو آزموینه نن، چهار شنبه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الاول ۱۷، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي له ۱۹ سره سمون لري د اوبو او انرژي وزارت د ټولو کارمندانو په ګډون د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې واخیستل شوه.

په دغه آزموینه کې په اسلامي برخه کې بېلابېل او بنسټیز موضوعات لکه جهاد، اسلامي حکومتولي، عدل او انصاف، اخلاص، نیت او اسلامي را کړه ورکړه شامله وه. دغه موضوعات په تېرو شپږو میاشتو کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په منظم او دومداره توګه کارمندانو ته تدریس شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د دعوت او ارشاد نصاب اړوند درسونه هره ورځ په پرله پسې توګه د ماسپښين لمانځه اداکولو وروسته د وزارت په جومات کې وړاندې کېږي او آزموینه یې په کال کې دوه ځله د کارمندانو په پراخ ګډون سره اخیستل کېږي. د دغو برنامو جوړول د دیني پوهې دکچې لوړول، په کاري چاپیریال کې د اسلامي ارزښتونو ټینګښت او د اسلامي حکومتولي په چوکاټ کې د چوپړتیاوو روحیې پیاوړتیا بلل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu