د اوبو او انرژي وزارت د خپرونکي ارګان علمي همکاران د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۷:۹
1

د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، ۳۰ تنه هغو کسانو ته چې د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست سره د خپلو علمي او تخصصي مقالو په شریکولو سره همکاري کړې وه، د دغه وزارت د رهبري مقام له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

دغه ستاینلیکونه په یوه غونډه کې په داسې حال کې چې د وزارت د رهبري مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، رئیسانو او یو ګڼ شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو هم ګډون درلود، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د دغه وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست له لوري ووېشل شول.

د وزارت د رهبري مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په دغو مراسمو کې د علم او پوهې پر ارزښت باندې ټینګار وکړ او د علم او پوهې شریکول تر ټولو غوره جاریه صدقه وبلله. هغه زیاته کړه، چې د پوهې او علمي څېړنو خپرول د هېواد په پرمختګ کې ځانګړی ځای لري.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز په هېواد کې د اوبیزو سرچینو او انرژي پراختیا د مدیریت پر ازښت باندې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې په دې برخه کې هر ډول علمي او تخنیکي اطلاعات لوړ ارزښت لري، او زیاته یې کړه، چې د دغې پوهې شریکول کولای شي په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او برېښنا انرژي په پراختیا کې مرسته وکړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار هم په دغو مراسمو کې د علمي او تخنیکي پوهې د شریکولو پر اړتیا باندې ټینګار وکړ او د دیني او معاصرو علومو د زده کړې ترلاسه کول د نظام د پياوړتیا او د هېواد د پراختیا لپاره اړین وبلل.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست د "اوبه او انرژي" فصلنامې لپاره د دغو کسانو د علمي مقالو د شریکولو قدردانۍ وکړه او هغوی یې د دغو علمي همکاریو دوام ته وهڅول.

دغه مراسم د ګډونوالو د علمي هڅو په قدردانۍ او د هېواد د اوبیزو او انرژي سرچینو د غوره مدیریت په برخه کې د علمي او څېړنیزو همکاریو پر دوام د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي ګل رحمن عارف په دعائیې سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu