د اوبو او انرژي وزارت د بودجې او  د پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ د ارزولو په هکله ځانګړې ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۳۳
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او  د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې اړوندو رئيسانو د بودجې دلګولو( مصرفولو) او د پروژو د پرمختګ د وضعیت په هکله راپور ورکړ او په دې برخه کې د وزارت له رهبري سره بشپړ ملعومات شریک کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بودجې د لګولو(مصرفولو) د راپور او د پروژو د پرمختګ د وضعیت تر ارزولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu