د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په یوه ناسته کې د حمایوي ټیم د کړنو راپور وڅېړه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په یوه ناسته کې د حمایوي ټیم انجنیرانو د کړنو راپور په بشپړه توګه و څېړه او د چارو د ستونزو د هوارولو او د اوبو پروژو د تخنیکي چارو د ښه ترسره کولو په هکله باندې یې له هغوی سره بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده ناسته کې د اوبو معین د حمایوي ټیم انجنیرانو ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې د وزارت د پروژو د سروې او ډیزاین د ټاکلو په وخت کې د متوازنې پراختیا اصل او ملي ګټې په پام کې ونیسي.
همدارنګه ښاغلي عمر آخندزاده په یاده ناسته کې د زابل ولایت د توري بند پروژې د تفصیلي ډیزاین د پاتې چارو پر چټکتیا باندې هم ټینګار وکړ.
